افغان ولسمشر د دهمزنګ چوک د پرونۍ حملې د قربانیانو په نوم کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل دهمزنګ سیمې د پرونۍ انتحاري حملې قربانیانو ته د درناوي په دود دهمزنګ چوک د دوی په نوم کړ.

له ارګ څخه په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کابل ښاروالې ته هدایت ورکړی چې د وژل شویو کسانو په نوم د دهمزنګ چوک د نومولو په برخه کې اقدام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام له دې امله شوی چې راتلونکي نسلونه د دموکراسۍ په برخه کې د دې هېواد د خلکو قربانۍ هېرې نه‎کړي.

د کابل په دهمزنګ چوک کې د شنبې په ورځ د روښنایۍ غورځنګ د مظاهرې پر مهال په یوې انتحاري حمله کې ۸۰ تنه ووژل شول او ۲۳۱ تنه نور ټپیان شول.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر ځان منلی.

په افغانستان کې نن له همدې امله د ویر ورځ اعلان شوې ده.