د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار په پرونۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۳۱ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي درېیو ځانوژونکو د دهمزنګ په څلور لاري کې د روښنایۍ غورځنګ پر مظاهرې د برید هڅه وکړه، یو يې د پولیسو لهخوا وویشتل شو، د بل چاودېدونکي مواد منفجر نهشول، او درېیم انتحاري ځان د راټولو شویو کسانو په منځکې والوزاوه.
ولسمشر اشرف غني دا برید په سختو الفاظو غندلی دی، ننيې ملي ماتم اعلان کړی او د تحقیقاتو امر يې کړی دی.
د داعش پورې اړوند رسنۍ اعماق ویلي چې دا برید د دې ډلې لهخوا ترسره شوی دی.
په همدې حال کې د کابل ګارنېزیون تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ښار کې پر هر ډول غونډو او لاریونونو بندیز اعلان کړی دی.