د بغلان بورکه کې څلور وسله‎وال او یو محلي پولیس وژل شوي

د بغلان پولیس وايي د دې ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله‎والو مخالفانو تر منځ جګړه کې څلور وسله‎وال او یو محلي پولیس وژل شوي دي.

د بغلان د امنیې قومندان ویاند احمد جاوید بشارت ازادی راډیو ته وویل د دولت وسله‎والو مخالفانو د شنبې په ورځ له څو اړخونو د بورکه ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د نوموړي په وینا افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۴ وسله‎وال ووژل او ۷ نور يې ټپیان کړل.

په دې جګړه کې د محلي پولیسو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.