د مونشن مشکوک برید کوونکي سره د داعش په اړه څه پيدا نه‎شول

د جرمني پولیس وايي د مونشن ښار د مشکوک برید کوونکي په کور کې يې داسې هېڅ شواهد نه‎دي موندلي چې له داعش سره د هغه اړیکه وښيي.

خو پولیسو د دغه ایراني‎الاصله جرمني وګړي او د ناروې د ډله‎ییزې وژنې د مسؤل اندیرس بهرینګ بریویک تر منځ اړیکې ته اشاره کړې ده.

جرمني چارواکو ویلي پر یوه پلورنځای د شنبې د شپې په برید کې د مشکوک حمله کوونکي ډیوډ علي سونبولي په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ژمنه کړې چې د مونشن د حملې تر شا اسباب به پیدا کوي.

مېرکل وايي:

"موږ به معلومه کړو چې په مونشن کې د جنایت تر شاه څه دي. موږ به تر هغې ارام ونه‌کړو تر څو په دقیقه توګه پوه نه‌شو چې څرنګه د ویرزبورګ برید کوونکی رادیکال شو. دولت او امنیتي ادارې به‌يې په جرمني کې د ټولو اوسېدونکو د سلامتۍ او ازادۍ د خوندي ساتلو لپاره هر څه چې کولای شي ترسره کړي."

ایرانی‌الاصله سونوبولی ۱۸ کلن و او د چارواکو په خبره د رواني ناروغۍ سابقه‎يې لرله.

د دغه مشکوک برید کوونکي جسد د مونشن ښار له اولمپیک پلورنځای څخه چېرته چې يې لس کسان په ډزو ووژل، یو کیلو متر لیرې وموندل شو.

چارواکي وايي هغه په سر په مرمۍ لګېدلی و چې په ظاهره ښکاري په خپله به‎يې ځان ویشتی وي.