د عامي روغتیا وزارت وایې په کابل کې د روښنایۍ غورځنګ یا جنبش روشنایي پر مظاهرې په حمله کې ۶۱ تنه وژل شوي او ۲۰۷ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي آزادی راډیو ته وویل:
"ټول دولتي کارکوونکي او ډاکټران په دې مصروفه دي چې ټپیانو ته رسیدګي وکړي. د وضعیت په اړهیې بیا وروسته معلومات درکوو."
دا حمله نن له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې مظاهره کوونکو د دهمزنګ په سمیه کې د تحصن خیمې درولي وې او غوښتلیې چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی باید له مرکزي ولایتونو تېر شي.
د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی او نهیې هم د څرنګوالي په اړه جزئیات شته.
ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې په خاطر خواخوږي څرګنده کړې او د جمهوري ریاست خبرپانه وایي، ولسمشر ټولو دولتي بنسټونو ته امر کړی تر څو د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکانو ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې په دغې حمله کې دوی لاس نهلري او زیاتوي چې دغه حمله د ولس د وېشلو لپاره یوه شومه دسیسه ده.
پخواني معلومات
د کورنیو چارو وزارت تائيد کړه چې د روښنایي غورځنګ د مظاهره چیانو په منځ کې یوه چاودنه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نهدی معلوم، خو زیاتهیې کړه چې پولیس او نور ځواکونه د ټپيانو د انتقال په حال کې دي.
صدیقي ونهویل چې په دغې چاودنه کې څوک وژل شوي هم دي او که نه؟ خو د دهمزنګ له سیمې څخه د یو شمېر رسنیو ژوندي راپورونه دا ښيي چې چاودنه پياوړې وه او یو شمېر کسان پهکې وژل شوي هم دي.
دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د روښنایي غورځنګ د مظاهرې لپاره په کابل کې له تېرې شپې راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
تر اوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نهدی اخیستی.
په ورته وخت کې د اسقلال روغتون یوه ډاکتر ازادي راډیو سره په اړیکه کې وویل چې د دوی بېړنۍ خونې ته نږدې سل ټپيان د دغې چاودنې له سیمې څخه ورلېږدول شوي دي.