د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلان وایي چې د کندز په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوایې عملیاتو په نتیجه کې ۳۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د دغه قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقهار ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه شوي او افغان ځواکونو او ملکیانو پهکې زیان نهدی رسېدلی.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد هم ادعا کوي چې په دشت ارچي کې ۲۰ افغان ځواکونه وژل شوي او ځینې پوستېیې هم د طالبانو لهخوا نیول شوي دي.
خو افغان ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.
اخوا د فراه سیمهییز چارواکي وایي چې تېره شپه په پشت رود ولسوالۍ کې پر یوې پوستې د وسلهوالو مخالفینو په حمله کې څلور پولیس، دوه ملکیان او دوه مخالفین وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.