هیلري کلېنټن خپل مرستیال وټاکه

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډېموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن د ویرجینیا ایالت سناتور، ټیم کېن د خپل مرستیال په توګه ټاکلی.

مېرمن کلېنټن په دې توګه په خپله انتخاباتي مبارزه کې د بهرنیو اړیکو او پوځي چارو یو مهم شخصیت د ځان ملګری کړ.

مېرمن کېلنټن کېن داسې شخص معرفي کړ چې خپل ژوند يې د نورو دفاع ته ځانګړی کړی دی.

کېن پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل، وياړي چې په انتخاباتو کې د مېرمن کلېنټن ملګری دی.

دواړه سیاستوال نن په میامي ایالت کې په یوه غونډه کې په ګډه راڅرګندېږي.

ټيم کېن چې ۵۸ کلن دی، په هسپانوي ژبه روانې خبرې کوي او د امریکا په مشرانو جرګه کې په بهرنیو اړیکو او پوځی چارو کې فعال شخصیت ګڼل کېږي.