د کندز په دشت ارچي او قلعه ذال ولسوالیو کې جګړه دوام لري

د کندز په دشت ارچي او قلعه ذال ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ جګړې دوام لري.

په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه پورې په دې جګړو کې تر شلو زیات وسله وال وژل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې د قلعه زال ولسوالۍ ودانۍ او د امنیتې قومندانۍ د دوی په لاس کې ده.

خو د کندوز د امنیې قومندان محمد قسیم جنګل باغ د طالبانو دا ادعا نه مني.

جنګل باغ وايي، تازه دمه ځواکونه کندز ته رسیدلي دي او ډېر ژر به په دې سیمه کې له لاس وتلي سیمې له طالبانو ونیسي.