کندهار کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي

د کندهار د سوداګرۍ ریاست مسؤلین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو محصولات زیات شوي دي.

د سوداګرۍ رییس عبدالباقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې دمه له کندهار څخه ۳۰ موتړ انګور پاکستان ته صادر شوي دي.

نوموړی وایي، که چېرې د کندهار انګور ته د هوا له لارې د لېږد زمینه برابره شي نو د انګورو محصولات به څو برابره زیات شي.