د بایسکل چلونې سیالۍ له کابله تر بامیان پورې ترسره کیږي

تمه ده د تور بامیان په نوم د بایسکل چلونې درېیم دور سیالۍ له کابل څخه تر بامیان پورې ترسره شي.

د افغانستان د بایسکل چلونې فدراسیون رییس عبدالصادق صادقي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د مرکز او ولایتونو د ښځینه او نارینه لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي.

د ښاغلي صادقي په خبره دغه سیالۍ تر راتلونکو لسو ورځو دوام کوي چې له اتلسو ولایتونو څخه هلکان او له څلورو ولایتونو څخه په کې نجونو ګډون کوي.