د ناټو ختیځو متحدانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ناټو ختیځو متحدانو ته ډاډ ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونه د دوی د دفاع لپاره په بشپړه توګه ژمن دي.

جان کري پرون په واشنګټن کې وویل، زه غواړم چې د ناټو متحدانو ته مو دا روښانه شي چې موږ ورسره ولاړ یو:

"زه نه غواړم چې د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزو څه ووایم ځکه د قانون له مخې د دې اجازه نه لرم او د امریکا په کورني سیاست کې نه یم ښکیل. خو اجازه راکړئ د ناټو په اړه د امریکا پالیسي تکرار کړم، ځکه زه غواړم چې زموږ د ناټو متحدانو ته دا روښانه وي چې موږ ورسره ولاړ یو. دا اداره د امریکا د بلې هرې ادارې غوندې ده. له ۱۹۴۹میلادي کال راهیسې چې د امریکا حکومت د جمهوري غوښتونکو وي او که د ډیموکراټانو، په بشپړه توګه د ناټو تړون او د ناټو د تړون د پنځمې مادې پر بنسټ زموږ امنیتي تعهد ته ژمن پاتې شوی. دا(ماده) په ناټو کې زموږ د غړیتوب او شراکت بنسټ جوړوي."

د ناټو د تړون پنځمه ماده وايي چې د ناټو پر هر غړي برید به د ناټو ټولو پر غړیو برید ګڼل کیږي.

د امریکا دا لوړ پوړی ډیپلوماټ وروسته له هغې په دې اړه سپیناوي ته اړ شو چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي ګاندید ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز سره یوه مرکه کې وویل، که چېرې دا ولسمشر وي، د بالتیک هېوادونو ته به د روسیې د اشغال په صورت کې په اتومات توګه د مرستې لپاره ورنه شي.

نوموړې ویلي، دا به لومړی پر دې غور وکړي چې ایا دې هېوادونو له موږ سره کړي تعدات عملي کړي دي او کنه.