په بغلان کې چارواکي وايي، وسله والو مخالفانو نن سهار بورکه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر یو قومندان پراخ یرغل پیل کړی دی.
د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسین خیل ازادي راډیو ته وویل، په سیمه جګړه دوام لري.
"قومندان په خپل کور کې دی، طالبانو یې پر کور برید کړی. هغه له خپلې سیمې او خلکو دفاع کړې ده. څو وسله وال ټپیان شوي دي خو اوس ورته مرستندویه امینتي ځواکونه ورسیدلی دي."
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کلونو راهیسې د بغلان ولایت د بورکه ولسوالۍ پر ځینو برخو د جندالله، حقاني او د وسله والو طالبانو نورې ډلې کنټرول لري او وخت ناوخت له همدې سیمو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.