د کندز کې حکومتي ځواکونه: قلعۀ‌زال د امنیتي قواوو په لاس کې ده

په کندز کې حکومتي ځواکونه وايي، د دې ولایت قلعه ذال ولسوالۍ د امنیتي قواوو په لاس کې ده او اضافي عملیاتي ځواک ور استول شوي دي.

د کندز د والي ویندوې سید محبوب دانش پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې په قلعه ذال کې د امنیت ټینګولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

سید محبوب دانش زیاته کړه:

"د شپې له یوولس بجو راهیسې کومندو ځواکونو عملیات پيل کړي، د ۱۱۱ فرقې قواوې هم را رسیدلې او د اقتیپې ښار او نورو سیمو چې دښمن موجود دی، د پاکولو لپاره پراخ پوځي عملیات پلان شوي."

تر دې مخکې په رپوټونو کې ویل شوي و چې د کندز قلعه ذال ولسوالۍ سقوط کړی او د وسله والو طالبانو د نورو سیمو د نیولو لپاره هم پرمختګ کړی خو د کندز د والي ویندوې دا مسئله په یو مخېز ډول رد کړه.

په قلعه ذال کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند خو د ازادي راډیو خبریال وايي چې زیاتې کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.