د برازیل پولیسو لږ تر لږه ۱۰ مشکوک کسان پرون پنجشنبې په دې هېواد کې د دوبي المپیک د نړیوالو مسابقو پر مهال د حملو د پلان په تور نیولي دي.
د دوبي المپیک سیالۍ د اګسټ په پینځمه نېټه د برازیل په ریودي جینیرو ښار کې کیږي.
د برازیل عدلیه وزیر الکساندر دي موریس خبریالانو ته وویل، داسې شواهد ترلاسه شوي چې مشکوک کسانو پر انټرنټ د وسلو او حملو په اړه خبرې کړې دي.
خو ویې ویل چې دا مشکوک کسان غیر منظم او غیر مسلکي دي.
د دې کسانو او داعش ترمنځ د ارتباط په اړه هم ځیني رپوټونه خپاره شوي خو خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د دې لوبو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي او د برازیل حکومت لږ تر لږه ۸۵ زره پولیس او عسکر ګومارلي دي.