د افغانستان مالیې وزارت د پیسو د نړیوال صندوق ای.ایم.ایف په درې کلن پروګرام کې له شاملېدو هرکلی وکړ.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل، په دغه درې کلن پروګرام کې پر اقتصادي اصلاحاتو، له فساد سره مبارزه، ښو پانګونو او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا کار کیږي.
"د افغانستان د مالیې وزارت د پیسو نړیوال صندوق سره په یو داسې درې کلن پروګرام کار کوي چې په هغه کې اقتصادي اصلاحات،فسادسره مبارزه او د پانګونو لپاره د ښو زمینو برابرول تعقیبږي."
عبدالرحیمزی وایي، د افغانستان مالیې وزارت ته چې د افغان حکومت په استازیتوب به په دغه پروګرام کې برخه اخلي نن پنجشنبې د ای ام ایف چارواکو د یاد غړیتوب د ورکولو خبر ورکړ.
د مالیې وزارت ویاند وايي، دوی به وتوانیږي چې د اړتیا په وخت کې په دغه درې کلن پروګرام کې د خپل شاملېدو له امتیاز نه په ګټې اخیستو د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر ۴۵ میلیونه ډالرو پورې پور تر لاسه کړي.