دفاع وزارت: شپیته په سلو کې هوایي ځواکونه اوس ښه سمبال شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، شپیته په سلو کې هوایي ځواکونه اوس ښه سمبال شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان عبدالوهاب وردک نن په بلخ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هوايي ځواکونه اوس وخت ډېر په عملیاتونو کې برخه اخلي او ښې لاسته راوړنې هم کوي.

نوموړي همدا راز وویل، له هوايي ځواکونو د بهرنیانو ملاتړ دوام لري او نن هم ناټو پوځیانو په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته څلور جنګي الوتکې ورکړې.