د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پيژندپاڼو او د وګړېو د احوالو ثبتولو ادارو لپاره د یوې واحدې ادارې ودانۍ پرانېسته.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د پنجشنبې په ورځ د دې ودانۍ د افتتاح پر مهال وویل، د دې ادارې له فعالېدو سره به د برېښنايي پيژندپاڼو او د وګړو د احوالو د ثتبولو پروسه شفافه او اسانه شي:
"د افغانستان یوه ملي اداره چې له نوې ټکنالوژۍ او له هغو پرمختګونو سره چې خلک یې په تمه دي موږ بدلوو او دا بدلون د شپيتو کلونو مخکې سیسټم بدلوي."
د برېښنايي پیژندپاڼو او وګړو د احوال د ثبت ادارو لپاره دا ودانۍ د پولیسو ښارګوتي ته څېرمه د امریکا د مرستو د پراختیايي ادارې یو.اس.اېډ د یو عشاریه ۶ میلیونو ډالرو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې ده.
د یو. اس . اېډ رییس مایکل کرایزر وویل هڅه کوي چې د یادو ادارو کارکونکي وروزي او نور وسایل هم ورکړي.