د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په ناټو کې د امریکا د مکلفیتونو په اړه پوښتنې رابرسېره کړي او ویلي یې دي، که دی ولسمشر وی نو د روسیې لهخوا د بالتیک هېوادونو د اشغال په صورت کې بهیې له هغو سره مرسته نهوی کړې.
ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، دی به د روسیې له حملې مخکې په دې اړه څېړنه وکړي چې دې هېوادونو تر کومه د امریکا په وړاندې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي دي.
ټرمپ له دې مخکې هم د کوم هېواد د نوم له اخېستو پرته په ناټو کې د ځینو هغو هېوادونو د غړیتوب په اړه شک ښودلی و چې د ده په وینا له ناټو سره لازمه ژمنتیا نهلري.
بلخوا پرون د جمهوري غوښتونکي ګوند د کنوانسیون په درېیمه شپه هغه مهال ګډوډي پېښه شوه چې د ټکساس سناتور تید کروز د ګوند د کاندید په توګه د دونالد ترمپ له تائیدولو ډډه وکړه.
کروز په ابتدايي پړاو کې په یوه سخته مبارزه کې ټرمپ ته وبایلله.
کروز د ټرمپ د پالېسۍ ځیني وړاندیزونه ومنل خو حاضر نهشو چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند په توګهیې تائید کړي.