په ترکیه کې درې میاشتنې بیړنی حالت نن نافذ شو

په ترکیه کې درې میاشتنې بیړنی حالت نن نافذ شو. ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې دا اقدام ضرور و او د قانون د حاکمیت او د وګړو د لومړنیو ازادیو له اصولو سره په تضاد کې نه دی.

بیړنی حالت د تیرې شپې په یوه بجه نافذ شو او وروسته اردوغان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د جومات له لوډسپیکره د سهار د لمانځه اذان وکړ.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې څو ساعته وروسته د پراخو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ نور قاضیان او دوه پوځي افسران د چارواکو له خوا ونیول شول.

د اردوغان حکومت په ترکیه کې له ناکامې پوځي کودتا وروسته نژدې شپېته زره پولیس، قاضیان، ملکي مامورین او ښوونکي ځیني له دندو لېرې کړي، د ځینو دندې ځنډولي او ځینې یې نیولي دي.

په نیول شوېو پوځیانو کې د پوځ د شاوخوا ۳۶۰ برحاله جنرالانو دریمه برخه هم شامله ده.

د ترکیې د ان ټي وي ټلویزیون د راپور له مخې دفاع وزیر له ټولو پوځي قاضیانو او څارنوالانو څخه تحقیقات کوي.

د ۲۶۲ کسانو دندې ځنډول شوي په داسې حال کې چې پرون په انقره کې د ۹۰۰ پولیسو دندې وځنډول شوې.

ترکي چارواکي وايي، بیړنی حالت به حکومت ته دا وړتیا ورکړي چې د تیرې اوونۍ د کودتا له خونړۍ هڅې وروسته د کودتاچیانو د ځپلو لپاره خپل حکومت غښتلی کړي.

د دې ناکامې کودتا په ترڅ کې ۲۶۰ کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.

ترکي چارواکي وايي، په ځینو دولتي موسسو کې سرطاني ویروس د جولای د پنځلسمې نیټې د کودتا باعث شو. ولسمشراردوغان تیره شپه د کابینې له اوږدې غونډې وروسته پر دولتي ټلویزیون په وینا کې وویل چې پوځ به له دې ویروسونو څخه تصفیه کړي:

"وسله وال ځواکونه به د حکومت تر امر لاندې وي او له حکومت سره په همغږۍ کې به عمل کوي او د اساسي قانون له حکم سره سم، د هېواد د منتخب ولسمشر او د اعلی سرقوماندان په توګه موږ او زموږ پوځیان به د ترکیې په پوځي ځواکونو کې د ویروسونو پرضد مبارزې ته دوام ورکړو."

اردوغان وايي، د بيړني حالت د اعلان هدف دا دی چې حکومت ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او د خلکو ازادیو او حقوقو ته د ورپیښو ګواښونو په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړای شي او زیاته یې کړه چې له پوځ څخه د کودتاچیانو تصفیه به روانه وي.

اردوغان وویل د ده اقدام د ډیموکراسۍ او د قانون له حاکمیت سره په تضاد کې نه دی او برعکس د دې ارزښتونو له پیاوړي کولو سره مرسته کوي.