ترکیه کې د درېیو میاشتو لپاره بېړنۍ حالت اعلان شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون چهارشنبې په خپل هېواد کې د درېیو میاشتو لپاره بېړنۍ حالت اعلان کړ.

اردغان د ترکیې پر دولتي ټلویزیون وویل چې د خپلې کابینې او ملي امنیت شورا له غړو سره ترخبرو وروسته یې د بیړني حالت د اعلان پریکړه کړې ده.

ولسمشر رجب طیب اردغان تردې اعلان وروسته، له الجزیرې ټلویزیون سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې بهرني هېوادونه ښايي هلته په ناکامې شوې کودتا کې لاس لري خو د هیڅ هېواد نوم یې نه دی اخېستی.

اردغان همداراز دا خبر رد کړ چې په ترکیه کې ډیموکراسي له خطر سره مخامخ ده او د ډیکټاټورۍ پر لور روانه ده.