د فرانسې د نیس په پېښه کې ۳۸بهرنیان هم وژل شوي وو

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ويلي، د دغه هېواد په نيس ښار کې د لارۍ په پېښه کې له څلور اتیا څخه اته دېرش وژل شوي بهرنيان وو.

د جولای په څوارلسمه په نيس کې د فرانسې د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال يوه لارۍ د خلکو پر ګڼه ګوڼه په سرعت سره ورغله او ګڼ شمېر يې مړه او ټپيان کړل.

د وزارت په وينا، د پېښې قربانيان له نولسو هېوادونو څخه ورغلي وو.

په دغو هېوادونو کې د الجزاير، جرمني، ارمنستان، بلجيم، برازيل، ايستونيا، امریکا، ګورجستان، ايټاليا، قزاقستان، مداګاسکر، مراکش، پولنډ، رومانيا، سويس، تونيس، ترکيه او اوکراين شامل دي.

وزارت ويلي چې د ټپيانو فهرست نه دی بشپړه شوی خو کله چې ټول وشمېري، د اغېزمنو شوېو هېوادونو شمېر ۲۹ ته رسيږي.

په دغه پېښه کې ګڼ شمېر اغېزمن شول او د ۱۹ کسان حالت ډېر جدي ښودل شوی دی.