د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي وایي چې هیلمندي شته چې د روان کال ترپایه پورې به ۸۰سلنه پراختیایي بودیجه مصرف شي.
د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې تر دا مهاله د پراختیایي بودیجې نه مصرفول بېلابېل لاملونه لري.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د بودیجې نه مصرف ډېر عوامل لري امنیت د پروسو اوږدوالی په تطبیق کوونکو شرکتونو کې د ظرفیتونو نه شتون هغه عوامل دي چې د مالیي او اقتصاد وزارتونه پرې کار کوي او موږ دې ته هیله من یو چې تر روان کال ترپایه پورې به ۸۰ فیصده بودیجه مصرف شي او زه غواړم تاسوته دا زیرۍ ورکړم."
له دې مخکې د افغانستان د مالیې وزارت ویلې وه چې یو شمېر وزارتونه د روان کال تر نیمایي پورې لانه دي توانیدلي چې ۲۶ فیصده پراختیایي بودیجه مصرف کړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې که وزارتونه په دې ونه توانیږي چې خپله پراختیایي بودیجه په بشپړه توګه مصرف کړي راتلونکې کال به ورته د مصرف کړې بودیجې په اندازه نوې بودیجه ورکړل شي.