په هرات کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د شطرنج سیالۍ رواني دي.
د هرات ولایت د ورزشي امریت فني مرستیال ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل چې تر دا مهاله عزت الله امیني، عنایت الله رحماني، جارالله، امید او فرهاد حسیني هر یو توانیدلی چې د خپلو سیالانو په وړاندې بریالي شي.
د ښاغلي ضیا په خبره دغه سیالۍ د لوبغاړو د سن په نظر کې نیولو سره په درېیو برخو ځوانانو، تنکي ځوانانو او لویانو کې د یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اوونۍ پورې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې ۱۰ نجونې هم ګډون لري.