کابل ښاروالۍ د جوازونو د اخېستو په برخه کې اسانتیاوې برابروي

د کابل ښاروالي د جهاني بانک په مالي ملاتړ د ساختماني جوازونو د اخېستو په برخه کې تازه اسانتیاوې رامنځته کوي.

نړیوال بانک نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د جوازونو د اخېستو په پیچلو مقراراتو کې اسانیاوې به په افغانستان کې د پانګونې لپاره د خصوصي سکتور علاقمندي زیاته کړي.

اعلامیې د کابل ښاروالۍ د سرپرست عبدالله حبیب زی له قوله ویلي چې د ساختماني جوازونو په طرزالعمل کې اسانتیاوې به د خصوصي سکتور په برخه کې پانګونې ته مناسبه زمینه برابره کړي.