د سربیا پولیسو لږ تر لږه ۷۸غیرقانوني کډوال نیولي چې ۳۷ افغانان او پاکستانیان هم په کې دي.
پولیس وايي، دا کډوال په دوو لارېو کې سپاره وو چې اروپايي اتحادیې ته د رسېدو هڅه یې کوله او د بلغاریا پولي ته نږدې نیول شوي دي.
د سربیا حکومت ویلي چې اروپايي اتحادیې ته د غیر قانوني کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره یې په خپلو سرحدي سیمو کې د پوځ او پولیسو ګزمې زیاتې کړي دي.
د سربیا د دفاع وزیر جنرال لیوبیسا دیکوویچ پرون سې شنبې خبریالانو ته وویل چې له بلغاریا سره ګډې پولي په شدت څاري او د بلغاریاله پوځ سره به ګډ عملیاتي پروګرام هم پیل کړي.
د سربیا دفاع وزارت ویلي چې د غیر قانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره به دواړه هېوادونو پر خپلو ګډو پولو اضافي پولیس او د پوځيانو پوستې ځای پرځای کړي خو دقیقه نېټه یې نه ده څرګنده شوې.