امریکا تایید کړه چې شمالي کوریا نن سهار درې بالسټیک توغندي وازمویل.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا په دې ازموینه کې دوه سکاډ او یو رودونګ راکټ شامل وو چې د جاپان د اوبو په لور وتوغول شول.
د جنوبي کوریا پوځ هم دا خبر تایید کړی او وایي چې راکټونو ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلومتره واټن وهلی دی او دا فاصله جنوبي کوریا خاورې ته د رسېدو لپاره کافي ده.
دوې اوونۍ وړاندې امریکا او جنوبي کوریا اعلان کړی وو چې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره په پام کې لري په جنوبي کوریا کې د تاد په نوم د توغندیو ضد یو سیسټم نصب کړي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې شمالي کوریا له پوځي اټمي او هم له بالستیک توغندویې ازموینو څخه منع شوې ده.