م.م: ترکیه دې کې په خپلو اقداماتو کې مقررات په پام کې ونیسي

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر پر ترکي چارواکو غږ کړی چې د تېرې ورځې د کودتا په غبرګون کې په خپلو اقداماتو کې مقررات په پام کې ونیسي.

دغې ادارې د ترکیې د هغه وړاندیز په اړه هم اندیښنه ښودلې چې وایي، د اعدام سزا د قانون پر بیا نافذېدو به غور وکړي .

زید راد الحسن Zeid Ra'ad Al Hussein ویلي چې خپلواک څارونکي باید وکولای شي چې په ترکیه کې د توقیف شوېو کسانو ځای وویني څو د اوسېدو د شرایطو په اړه ډاډه شي او وګوري چې دغه کسانو مدافع وکیلانو او خپلو کورنیو ته لاس رسۍ لري که څنګه.

زید وایي، بشري حقونه باید د امنیت په نوم او د داسې کسانو د مجازاتو په نوم حیف و میل نه شي چې ګمان کیږي د پېښې مسؤل دي.

هغه زیاتوي د اعدام سزا د قانون بیا نافذیدل به د بشري حقونو د نړیوالو مقرراتو په برخه کې د ترکیې د ژمنو یو لوی نقض وي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرېم ژمنه کړې چې انقره به د قانون له تطبیقولو ملاتړ کوي او په هغه هېواد کې یې د ناکامې کودتا په تړاو د هر ډول انتقام اخیستونکي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

ترکي چارواکو تر وروستۍ پوځي کودتا وروسته څه باندې ۷۵۰۰ تنه په کودتا کې د ښکیلتیا په تور نیولي او د قاضیانو، پوځيانو او نورو دولتي چارواکو په ګډون یې زرګونه نور له دندو ګوښه کړي دي.