کابل ښاروالۍ: د چور تالان څخه د مخنیوي لپاره ظرفیت ته اړتیا لرو

کابل ښاروالۍ وايي، په دغه اداره کې د ټیټ ظرفیت له امله سږ کال ښاري چارو ته څه ډول چې لازمه ده رسیده ګي نه شي کېدای.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي نن په کابل کې خبریالانوته وویل، بودجه موجوده ده، خو د چور تالا څخه د مخنیوي لپاره ظرفیت ته اړتیا ده:

"سربېره پر دې چې موږ د کابل ښاروالۍ په حسابونو کې کافي بودجه لرو، ستونزه مو د ظرفیتونو په ټیټوالي کې ده، ستونزې ته په کتو موږ اړتیا لرو، څومره چې ژر کیږي ظرفیتونه لوړ کړو چې له دې سره به نوې پروژې هم پيل شي."

حبیبزی وايي، هغه سړکونه هم چې له جوړیدو وروسته ژر بیرته له منځه ولاړل، لامل یې د مسلکي ظرفیت نشتوالی و.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي، چې په وار وار کابل ښاریانو د سړکونو له خراب وضعیت او د واټونو د جوړولو له غیر معیاري کیفیت څخه شکایتونه درلودل.