د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغې ادارې ۴۶ کارکوونکي د فني او مسلکي زده کړو لپاره هند ته لېږل شوي دي.
د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، د زده کړې دورې له بشپړېدو وروسته به دغه کارکوونکي د هېواد په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې دندې پرمخ یوسي.
ښاغلي رحیمي زیاتوي، افغانستان له تېرو شپږ میاشتو راهیسې له امریکايي ځواکونو څخه د هوايي حریم مسوولیت په غاړه اخیستی او د پياوړتیا لپاره یې له ټولو ممکنه لارو چارو استفاده کوي.