د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالیسي رئیس د بډو اخېستو په تور نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو و زارت وايي، د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالیسي رئیس د اتیا زرو افغانیو بډو اخېستو په تور نیول شوی دی.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي محمد مهدي ددغه وزارت د استخباراتو او د جنايي جرمونو مدیریت مؤظفینو په هڅو سره د یکشنبې په ورځ ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویه څارنوالۍ تېره ورځ د فساد په تور د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج اعلان کړل.

لویه څارنوالۍ وایي، له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز په جوړېدو، د فساد ضد مبارزې هڅې ګړندۍ شوي دي.