د کندز ولایت د سیمه ییز چارواکو د خبر پر بنسټ چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د نیولو په هدف له څو خواو څخه پراخ برېدونه پیل کړي وو، خو په دې برېدونه کې طالبانو مرګ و ژوبله ولېده او په شاوتنبول شول.
د قلعه زال ولسوالۍ د کندز مرکز لودېځ لوري ته موقعیت لري له تاجکستان همدارنګه له سمنګان او بلخ ولایتونه سره ګډه پوله لري او نوموړۍ ولسوالۍ د کندز یوه له امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېده، خو په دې وروستیو څلورو کلونو کې دغه ولسوالۍ د جګړو او ناامنیو په ډګر اوښتې ده.
د کندز د امنې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې په قلعه زال ولسوالۍ کې د طالبانو برېدونه په شاوتنبول شول.
د کندز د امنې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ
ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې په دې جګړه کې د ملا منصور په ګډون ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دی:
"د طالبان برېدونه په قلعه زال ولسوالۍ کې په شاوتنبول شول او اوس مهال امنیتي وضعیت په اقتپه کې ښه دی او د ولسوالۍ مرکز له دولت سره دي."
د امنې قوماندان وايي چې په دې جګړه کې د افغان ځواکونو ۴ تنه سرتېرې ټپیان شوي دي او ملکۍ وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.
په ورته وخت کې په قلعه زال ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو مشر قوماندان محمدنبی اغا بیا وايي، که دولت له دوی سره جدې پوځي مرسته وکړي، نو ډېر ژر به د قلعه زال سیمه بېرته له وسله والو مخالفانو څخه ونیسې.
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"امنیتي ځواکونه ولسوالۍ ته راغلي دي، خو که دولت له موږ سره مرسته وکړي نو د قلعه زال سیمه هم بېرته نیسو ځکه خلک هم له موږ سره مرستې ته چمتو دي."
په همدې حال کې د قلعه زال ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دوه کاله کیږي د قلعه زال پراخه سیمه د دولت ضد عناصر په ولکې کې ده، خو تر اوسه پورې دولت د قلعه زال د سیمې د نیول په هدف کوم پوځي عملیات نه دې پیل کړي.
د یادونې ده چې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې ده، یعنې قلعه زال او اقتپه، خو د دې ولسوالۍ ډېره برخه د قلعه زال سیمه جوړي چې دوه کال کیږې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده، خو د دغې ولسوالۍ دولتي تاسیسات لکه د ولسوالۍ مرکز، د امنې قوماندانې او داسې نور دولتي ادارې په اقتپه کې موقعیت لري چې اوس مهال د دولتي ځواکونو په حاکمیت کې ده.
خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.
اجمل ارین- کندز