په خوست کې سیلابونو د یوې کورنۍ اوه کسان ووژل

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د دوشنبې ورځې ناوخته د سیلابونو د راوتلو له کبله د یاد ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د خلبیسات په بازار کې د یوې کورنۍ اوه کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا په وژل شوېو کې پنځه ماشومان او دوې میرمنې شاملې دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدرڼ ازادي راډیو ته وویل چې پرون ناوخته مازدیګر د یوې کورنۍ اوه غړي، چې په پیکب موټر کې سواره ول او خوست ښار ته په لاره وو، د خلبیسات په خوړ کې يې تیز سیلاب موټر وړی او یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د خوست د والي ویاند وویل، چې وژل شوي کسان د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اوسیدونکي ول.

ده وویل چې په خوست کې د تېرې ورځې سخت توفانونه مالي زیانونه لري او ولایت مقام د زیانونو د مالومولو لپاره کمیسیونونه ګمارلي دي.

بل خوا د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د دوشنبې ورځې سیلاب د حبیب ګل صبروال په نوم یو سپین ږیری ښوونکی هم وژلی دی.

د دوی په وینا ښوونکی ډېر غریب وو، نو د صبریو په ښوونځیو کې يې د یاد ښوونکي کورنۍ سره د مرستې په خاطر د چندو راټول پیل کړي دي.

په ځنو رسنیو کې په تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ کې هم د ځاني تلفاتو یادونه شوې، خو د یادې ولسوالۍ ولسوال جاوید جوشان مشال راډيو سره په خبرو کې د ځاني تلفاتو خبره رد کړه.

جاوید جوشان وویل چې سیلابونه مالي زیانونه لري، چې له سروې وروسته به د زیانونو اندازه له رسنیو سره شریکه کړي.