ترکي چارواکو تقریباً د اته زره پولیسو دندې ځنډولي

ترکي چارواکو په دې هېواد کې له ناکامې پوځي کودتا وروسته دغلته تقریباً د اته زره پولیسو دندې ځنډولي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو په دې اړه د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړ.

په ترکیه د جولای د پنځلسمې نېټې د کودتا د هڅې په تړاو تراوسه پورې د قاضیانو او پوځي جنرالانو په شمول اوه نیم زره کسان نیول شوي هم دي.

وروسته له هغې چې د ترکیې ولسمشر په دولتي ادارو کې د تصفیې ژمنه وکړه، د دې هېواد چارواکو لسګونه والیان او ولسوالان هم له دندو لېرې کړي دي.

په دې ناکامه کودتا کې د ترکیې د هوايي ځواک د پخواني قومندان جنرال اکین اوزترک د لاس لرلو د اعتراف په اړه، ضدو نقیص راپورونه ورکړل شوي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د دې جنرال په حواله چې نیول شوی وايي، نوموړې تحقیق کوونکو ته ویلي چې”د کودتا نیت یې درلود“

خو دوو نورو خصوصي رسنیو ویلي چې جنرال اکین اوزترک په کودتا کې د برخې اخېستلو ادعا رد کړې ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، حکومت به یې د هغو لپاره چې دا پوځي کودتا یې پلان کړې وه، د اعدام د سزا پر بیا پیلولو غور وکړي.

د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ وویل، د کودتا د هڅو په ترڅ کې راپورته شوي تاوتریخوالي د ۱۴۵ ملکیانو په شمول ۲۰۸ کسان وژلي او ۱۴۹۰ نور یې ټپیان کړي دي .