کندهار کې د مالیاتو پر نوي تصویب شوي قانون انتقاد وشو

په کندهار کې د خصوصي سکتور سلګونو غړو د مالیاتو پر نوي تصویب شوي قانون انتقاد وکړ.

د افغان ولسمشر په امر د مالیاتو د نوي قانون له مخې کاروباریان اړ دي چې د خپلې هرې میاشتي مالي او عایداتي راپور د ماليې وزارت ته وسپاري.

خو په کندهار کې پرون راټولو شوېو معترضو سوداګرو وویل، دوی په کال کې یوازې یو ځل کولای شي چې ماليې وزارت ته دا ډول یو راپور وړاندې کړي.

په کندهار کې راټولو شوېو د خصوصي سکتور غړېو ټینګار وکړ چې د مالیې وزارت ته هره میاشت د داسې یو راپور د برابرولو لپاره په افغانستان کې اداري او تخنیکي شرایط نه دي چمتو او یوازې به په مالي ادارو کې له پانګوالو بډې اخېستنې ته لاره هواره کړي.