اردوغان: امریکا دې فتح الله ګولین ترکیې ته وسپاري

ولسمشر رجب طیب اردغان پر متحدو ایالاتو غږ کړی چې دیني عالم فتح الله ګولین د روانې اوونۍ د پیل په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور ترکیې ته وسپاري.

اردوغان پرون CNN ټلویزیون ته وویل، امریکا او ترکیه په خپلو کې د مجرمینو د استرداد موافقه لري او ځکه نوموړی ان که د امریکا تابعیت هم ولري باید بې توپیره ترکیې ته وسپارل شي.

اردوغان وویل، متحدایالات باید داسې یو تروریست ونه ساتي او باید ترکیې ته یې وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ګولین د سپارلو په اړه امریکا ته رسماً درخواست وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري مخکې ویلي دي چې ښايي امریکا د نوموړي د سپارلو په اړه غور وکړي خو باید اسناد او شواهد د تورونو پر بنسټ نه بلکې حقیقي وي او دا اسناد باید د امریکا د یوې محکمې له خوا تایید شي.