د عامې روغتیا وزیر: افغانستان کې د پولیو د پېښو کچه کمه شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې د پولیو د پېښو کچه کمه شوې ده.

فیروز الدین فیروز نن خبریالانو ته وویل چې د پولیو واکسین د تطبیق مرکزونه په ټولو ولایتونو کې فعال شوي او په همدې دلیل په هېواد کې د دې ویروس پیښې کمې شوې دي.

"د افغانستان د دولت ژمنه داده چې پولیو ته د کال تر اخره پوري د پای ټکی پیدا کړي، موږ سږ کال په هېواد کې د پولیو د شپږو پېښو شاهدان و چې د تېرکال په پرتله چې اته پېښې وې کموالی ښیي."

تردې وړاندې هم په کراتو ټينګار شوی چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او اړتیا ده تر څو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخ کمپاینونه ترسره شي.