ولسي جرګې د ملي شورا کمېټې ته لس غړي معرفي کړل

د افغانستان ولسي جرګې د ولسشمر تقنیني فرمان په اړه د ملي شورا ګډ کمېسیون ته لس غړي معرفی کړل.

د دې جرګې دویم مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې د نن ورځې د جرګې مشري‎یې کوله، دغو کسانو ته د تائید رأیې د ورکولو اعلان وکړ.

بل‎خوا د ولسي جرګې غړو په عمومي غونډه کې همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل چې راتلونکي انتخابات باید شفاف ترسره شي.

تر دې وړاندې د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته تللي چې لومړنی‎یې د دواړو مجلسونو له خوا رد او دوهم یې ولسي جرګې رد او مشرانو جرګې تائید کړی چې اوس به د قانون له مخې د دواړو مجلسونو څخه جوړه ګډه کمېټه پرې پرېکړه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د جمعې په ورځ له ملي شورا څخه وغوښتل څو مخکې له دې چې د ملي شورا غړي د اوړي رخصتیو ته لاړ شي باید ګډه کمېټه کې دې د ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان تصویب کړي.