چارواکي: د ننګرهار کوټ ولسوالۍ ۳۰فیصده سیمه د داعش سرده ده

د ننګرهار چارواکي وايي، د کوټ ولسوالۍ په سلو کې دېرش برخه دا مهال د داعش د وسله والې ډلې په واک کې ده.

د چارواکو په وینا د داعش له وژل شوېو او نیول شوېو وسله والو څخه تر لاسه شوي اسناد ښيي چې دوی ډېر یې پاکستانیان دي او د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې تر قومندې لاندې د داعش په چوکاټ کې جنګیږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې پر پاکستانو سربېره د داعش په لیکو د تاجکستان او ځینو تورو هېوادونو اتباع هم شته چې هغوی هم په پاکستان کې تر روزنې وروسته افغانستان ته استول شوي.

د راپورونوله مخې په کوټ کې د وروستیو جګړو له کبله د پنځو سوو په شاوخوا کې کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړه شوي دي. خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي، ځیني دا کورنۍ بېرته ستنې شوي دي.

د خوګیاڼي په وینا ولسمشراشرف غني هم ننګرهار ته په خپل وروستي سفر کې په کوټ کې له زیانمنو شوېو کورنیو سره د مرستو ژمنه کړې ده.