په بنګله دېش کې د يوه وتلي پوهنتون استاد په یو تور نيول شوى

په بنګله دېش کې د يوه وتلي پوهنتون استاد نن په دې تور نيول شوى چې خپل اپارتمان يې هغو وسله والو ته په کرايه ورکړى و چې په دغه هېواد کې يې په يوه خونړي بريد کې لاس درلود.

د جولاى په لومړۍ نېټه د پلازمېنې ډاکه په يوه کافي شاپ کې پنځو وسله والو حمله وکړه، ٢٠ کسان يې ووژل او نور کسان يې دننه يرغمل کړل.

د بنګله دېش د پوليسو د اعلاميې له مخې غياث الدين احسان چې د "نارت ساوت" خصوصي پوهنتون استاد دى، پرون ناوخته له دوو نورو کسانو سره ونيول شو او په پام کې ده نن ناوخته ورباندې د لګېدلو تورونو له کبله د پلازمېنې يوې محکمې ته حاضر کړاى شي.

پوليس ادعا کوي چې احسان خپل اپارتمان د کرايه نشين له معلوماتو ثبتولو پرته، ځينو هغو مشکوکو کسانو ته په کرايه ورکړى و، چې پر کافي شاپ په حمله کې يې لاس درلود. د هغې حملې مسووليت داعش ډلې منلى و.

پوليسو پر کافي شاپ تر حملې يوه ورځ وروسته يعنې د جولاى پر دويمه چاپه واچوله، وسلوال کسان يې ووژل او يرغمل شوي کسان يې وژغورل.

په وژل شوېو کې نهه تنه ايټالويان، اووه تنه جاپانيان، درې بنګله دېشيان او يو هندى شامل و.