خوګیاڼی: له پاکستانه ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

له تېرو نږدې دوه میاشتو راهیسې له پاکستان څخه ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګیاني ازادي راډیو ته ویلي چې د یادو کورنیو ډیری په ننګرهار ولایت کې میشتې شوي او یو شمېر یې هم نورو ولایتونو ته تللي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا په یاده موده کې دغه شان تر اته سوو زیات هغه افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلود له پاکستان څخه راایستل شوي او په تورخم کې د کډوالو چارو د راستنېدنې ریاست مسوولینو ته سپارل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له راستنو شوېو کډوالو سره د ننګرهار ولایت د کډوالو د راستنېدنې ریاست له خوا مالي او خوراکي مرستې هم شوي دي.