ترکیه کې د ناکامې کودتا راپدېخوا۲۶۵ کسان وژل شوي

په ترکېه کې د شنبې شپې د پوځي کودتا له ناکامې هڅې راپدیخوا تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۶۵ کسان وژل شوي او له زرو زیات ژوبل دي.

په همدې حال کې د ترکيې د دفاع وزیر پرون وویل چې د کودتا د ملاتړو افسرانو او حکومت ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ ښايي نورې نښتې هم وشي.

هغه وویل، د کودتا په هڅه کې اکثره د ترکيې د هوايي ځواک افسران دخیل دي.

راپورنه وايي، د ترکيي حکومت دغه راز د څه د پاسه دوه نیم زرو هغو قاضیانو د نیولو امرهم کړی چې د پوځي کودتا په ملاتړ تورن شوي دي.