د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په پام کې لري چې د هېواد په ختیځ کې د داعش د له منځه وړلو لپاره ډېر ژر پراخ مځکني او هوايي بریدونه پیل شي.
د افغان پوځ مرستیال لوی رستیز جنرال مراد علي مراد ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم د داعش او نور وسله والو ډلو پر ضد امنیتي ځواکونو ته پراخ صلایحتونه ورکول کېږي.
نوموړي وویل:
"موږ د داعش او نورو هغو ډلو پر ضد چې د ختیځ زون امنیت يې له زیات ګواښ سره مخ کړی پوځي عملیات پلان کړي دي.همدا مهال دغلته زموږ ځانګړي او د شپې له خوا ترسره کېدونکي عملیات روان دي."
ولسمشراشرف غني په روانه اوونۍ کې د ختیځ زون له سیلاب قل اردو څخه د کتنې پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په ننګرهار او نورو ختیځو سیمو کې د داعش او نورو وسله والو ټغر ټول کړي.