د افغانستان ولسې جرګه د اختلافونو په سبب په دې نه ده توانیدلې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د بحث ګډې کمېټې ته خپل غړي معرفي کړي.
د افغانستان د ولسې جرګې ادارې پلاوی ټینګار کوي چې د روانې اوونۍ تردوشنبې پورې دې د ګډې کمیټې د غړیو د معرفي کولو چارې پای ته ورسېږي.
د ولسې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې ددغې جرګې د غړیو ترمنځ د یو شمېر اختلافاتو له امله اداري پلاوی نن هم په دې بریالی نه شو چې ددغې جرګې غړي ګډې کمیټې ته معرفي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تیره ورځ ټینګار وکړ چې ولسي جرګه باید د دوبي تر رخصتیو مخکې د انتخاباتي نظام د اصلاح فرمان تصویب کړي.