د افغانستان کرکټ بورډ وایي د آیرلند په وړاندې د دریمې لوبې لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او هڅه کوي چې دا مهمه لوبه وګټي.
د کرکټ بورډ ویاند عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان او آيرلند تر اوسه له دریو لوبو چې یوه یې نه ده شوې او دوه نورې یې مساوي شوي، درې امتیازونه لري او پاتې دوه نورې لوبې چې هر چا وګټلې ټول جام به هم ګټي.
د ښاغلي فضلي په خبره د آيرلنډ په وړاندې لوبې ډېرې مهمې ځکه دي چې په ګټلو سره به یې د افغانستان ځای د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په ټیمونو کې مخته لاړ شي.
د آيرلند او افغانستان تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو جام تېره اوونۍ پيل او روانه اوونۍ ختمیږي.