افغانستان او ډنمارک د ګمرکي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د مالیې وزیر او د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر پر مهمو اقتصادي او ګمرکي اصلاحاتو په اړه په افغانستان کې خبرې وکړې.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دمالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر کرستین ینس په افغانستان کې له اداري فساد سره پرمبارزې، مالیاتي سیسټم او د بروکسل کنفرانس ته د چمتووالي په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه چې د افغانستان د مالیې وزیر همدارنګه د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ته د مالیې وزارت د لاسته راوړنو او د عایداتي سیسټم په اړه معلومات ورکړل.