فراسې کې قربانیانو لپاره درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو

فرانسې د نیس ښار کې د شوي برید د قربانیانو په درناوی درې ورځني ملي ماتم پیل کړی دی.

دغلته یو تونسي بریدګر پر هغو خلکو لارۍ موټر وخیژاوه او ډزې یې پرې وکړې چې د فرانسې د ملي ورځې لمانځنۍ لپاره راټول شوي وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ به نن له امنیتي سلاکارانو سره غونډه وکړي چې ددې برید تر شا د انګیزې په اړه معلومات تر لاسه کړي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې، ددې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

غرمه مهال په دې هیواد کې د یوې دقیقې لپاره د نیس د ښار د قربانیانو په درناوي خلک خاموشي غوره کړي.

دا په تیرو ۱۹ میاشتو کې په فرانسه کې دریم برید دی چې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.