پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ چې په دې وروستیو کې یې د یو پاکستاني ملا سره خپل عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي وو، وژل شوې ده.
پولیسو نن وویل، دوی د هغو ادعاوو په اړه څېړنې کوي چې وايي، قندیل بلوچ د خپل ورور له خوا د دې عکسونه له خپریدو وروسته د غیرت په نوم وژل شوې ده.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې قندیل بلوچ کله وژل شوې.
د پولیسو یو چارواکي سلطان عظم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، بلوچ زندۍ شوې او وژل شوې ده.
کله چې قندیل بلوچ د روژې په میاشت کې د مفتي عبدالقوي سره خپل تصویرونه خپاره کړل نو په پاکستان کې ګڼو محافظه کارو د دې یاد ملا په داسې چلند چې په تصویرونو کې ښکاریده ټکان وخوړ.
په پاکستان هر کال په سلګونو ښځې د د خپلو خپلوانو له خوا د غیرت په نوم وژل کیږي.