چارواکي: ننګرهار او هلمند کې ۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر وايي ۱۴ وسله وال مخالفین پرون شپه د لښکرګاه په خوشک آبه سیمه کې د افغان پوځیانو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

اخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان پوځیانو له خوا په خوګیاڼیو او اچین ولسوالیو کې ۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د بیان له مخې درې وسله وال طالبان په خوګیاڼیو کې په ځمکنیو عملیاتو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې شپږ غړي هم په اچین ولسوالۍ په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

له پکتیا نه هم په یوه خبر کې راغلي چې، څلور ملکیان تېره شپه په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د ځاځي اریوب امنیه قومندان مامور حسن آزادي راډيو ته وویل وسله والو طالبانو په یادې ولسوالۍ د حملې پلان درلود او د هاوانانو په ویشتلو سره یې دوه ښځې او دوه ماشومان ووژل.