ترکیه کې د پوځي کودتا هڅه له ناکامۍ سره مخ شوې

داسې ښکاري چې په ترکيه کې د پوځي کودتا هڅه له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده، دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن استانبول ته ورسېد او د خپلو پلويانو يوې ډلې ته يې وويل چې زه هېڅ چېرې نه ځم.

اردوغان په ترکيه کې وروستى پاڅون چې تېره شپه د جګړې، وېرې او تلفاتو سبب شو، يو ملي خيانت وباله او ټينګار يې وکړ چې د دې پېښې عاملان به سخت مجازات شي او د پوځ ناوړه عناصر به تصفيه کوي.

د ترکيې ولسمشر د استانبول په هوايي ډګر کې وويل، د پېښې عاملين به د خپل دغه لوى خيانت له کبله درنه بيه پرې کوي او ده ژمنه وکړه چې ترکيه به اشغالګرو ته پرې نه ږدي.