سرپل کې ۳ تښتول شوي ډاکټران خوشې شول

په سرپل کې د سرې میاشتې خيره ټولنې ۳ ډاکټران چې وسله والو تښتولي وو، پرون جمعه خوشي شول.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د سرې میاشتې د خیریه ټولنې د یوې ګرځنډه ډلې دا ډاکتران د پنجشنبې په ورځ د صیاد ولسوالۍ په "اهو" کلي کې تښتول شوي وو.

د سرپل د والي ویندوي ذبیح الله اماني ازادي راډیوته وویل:

"د افغاني سرې میاشتې دری ډاکټران چې د سرپل په لرې پرتو سیمو کې یې خلکوته روغتايي کمکونه کول، داهو سیمې ته تللي وو، هغوی د کویټې شورا بهرنیو تروریستانو تښتولي وو."

د والي ویندوي په وینا، دا ډاکټران د قومي مشرانو په مرسته خوشي شوي او خپلو کورنیو ته رسېدلي دي.